۰

د افغانستان او قزاقستان تر منځ د همکاریو ګڼ تړونونه لاسلیک شوي

شنبی ۱۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۳
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې افغان او قزاقستاني پلاوو د سوداګرۍ، صنعت، کانونو، لوژستیک، کرنې، مخابراتو، روغتیا، لوړو زده کړو او بشري مرستو په برخو کې د همکاریو د لارې نقشه لاسلیک کړې ده.
د افغانستان او قزاقستان تر منځ د همکاریو ګڼ تړونونه لاسلیک شوي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې افغان او قزاقستاني پلاوو د سوداګرۍ، صنعت، کانونو، لوژستیک، کرنې، مخابراتو، روغتیا، لوړو زده کړو او بشري مرستو په برخو کې د همکاریو د لارې نقشه لاسلیک کړې ده.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه زیاته کړې، چې قزاقستان د تورغونډۍ – هرات، کندهار – سپین بولدک او مزارشریف – خرلاچي د اوسپنیزې کرښې جوړولو پروژو کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی، او په هرات کې یې د یو سوداګریز او ترانزیټي مرکز د جوړولو لپاره خپله همکاري اعلان کړې، او د دې تر څنګ یې د افغانستان د وارداتي او صادراتي توکو د ترانزیټ لپاره د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی.

د نوموړي په وینا؛ دواړو هېوادونو دغه راز د قزاقستان په خارګوس بندر کې د افغانستان د سوداګریزو توکو لپاره د یوه لوژستیکي مرکز او د قزاقستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان د تولیداتو لپاره د نندارتونونو په جوړولو، دې هېواد ته د افغانستان د تازه مېوو په ځانګړې ډول د انارو د صادراتو او د افغانستان پنبې د پېرلو په اړه هوکړې کړې او ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورنو ترمنځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه هم لاسلیک شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي