د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره د ډاکټرانو یوه ډله کابل ته راغلې

12 عقرب 1403 ساعت 8:11

په هېواد کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره له کاناډا د افغان او کاناډايي ډاکټرانو یوه ګډه ډله کابل ته راغلې ده.


په هېواد کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره له کاناډا د افغان او کاناډايي ډاکټرانو یوه ګډه ډله کابل ته راغلې ده.

دوی وايي، په علي اباد تدریسي روغتون کې یې ګڼ پېچلي عملیات ترسره کړي دي.

۵۴ کن احمدشاه اشرفي چې تازه له کاناډا، کابل ته راغلی له دوو لسیزو زیاته موده په کاناډا کې د صدري جراحۍ برخه کې کار کړی او دا مهال له خپلې شپږ کسیزې ډلې سره د علي اباد په تدریسي روغتون کې د صدري جراحي پېچلي عملیات ترسره کوي.

د احمد شاه اشرافي کاناډايي همکاران کابل ته له راتګه خوشالي څرګندوي او وايي، افغان روغتیاپالانو ورسره په بېلابېلو برخو کې ښې تجربې شریکې کړې دي.

په ورته مهال، د علي اباد تدریسي روغتون مسوولین کابل ته د دغې روغتیايي ډلې له راتګه هرکلی کوي او له نورو روغتیاپالانو غواړي چې، د افغان ناروغانو درملنه کې ونډه واخلي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 177164

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177164/

جمهور
  https://www.jomhornews.com