۰

د ننګرهار کانال پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو نوي باغونه جوړېږي

شنبی ۱۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۴
د ننګرهار کانال شرکت له لوري په دویم فارم لومړي بلاک سیمه کې، په ۵۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو بوټو کېنولو لړۍ پيل شوه.
د ننګرهار کانال پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو نوي باغونه جوړېږي
د ننګرهار کانال شرکت له لوري په دویم فارم لومړي بلاک سیمه کې، په ۵۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو بوټو کېنولو لړۍ پيل شوه.

د دغه شرکت رییس وايي، چې د کانال فارمونو کې هغه ځایونه چې پخوا پکې د زیتونو بوټي تخریب شوي، بیا احیا کېږي.

د نوموړي په وینا په ۵۰۰ جریبه ځمکه ټول ټال ۲۸ زره ۶۰۰ نوي بوټي کېنوي.

د دغو بوټو د کېنولو قراردادي وايي، لسګونه کسان ورسره په کار بوخت دي. په دې پروژه کې په کار بوخت کسان خوښ دي، چې په خپله سیمه کې ورته د کار زمینه برابره شوې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي