۰

دایکنډي کې سږکال د بادامو په حاصلاتو کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی

پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۳
د دایکنډي ولایت دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د بادامو په حاصلاتو کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دایکنډي کې سږکال د بادامو په حاصلاتو کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی
د دایکنډي ولایت دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د بادامو په حاصلاتو کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې تېرکال د بادامو حاصلات ۲۰۷۶۸.۵ ټنه وو او سږکال ۲۵۴۸۸.۵ ټنه دي چې دغه شمېر د احصاییوي مالوماتو له مخې د تېرکال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړي د بادامو حاصلاتو د زیاتوالي اساسي لاملونه د اورښتونو زیاتوالی او بڼوالو ته د کرنې په برخه کې عامه پوهاوی ښودلی دی.

د یادولو وړ ده، چې د دایکنډي ډېره ولسوالۍ د هوا له پلوه د بادامو نیالګیو کېنولو ته مناسبه ده او په دغه ولایت کې ۲۴ ډوله بادام موجود دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي