په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا له زیاتوالي سره، چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ټرافیکو ریاست د هوا د ککړتیا د کموالي او مخنیوي لپاره له هڅو خبر ورکړی دی.
د چاپیریال ساتنې میلي ادارې د مسوولینو په وینا، د استهلاک شویو موټرونو موجودیت او د ژمي په موسم کې د سونګ توکو زیاته کارونه په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه دي.
د یادې ادارې د هوا د ککړتیا د تنظیم او کنټرول رییس طوفان جبران وایي د یادې ادارې د عملیاتي پروګرام له مخې، د کابل په ګډون په شپږو لویو ولایتونو کې هغه لوړپوړیزې ودانۍ، کارخونې او استهلاک شوي موټر چې، د هوا د ککړتیا لامل کېږي په جدي توګه کنټرولېږي.
دی وايي، په دغه پلان کې نهیوازې کابل ښار بلکې؛ هممهاله د هېواد شپږو سترو ولایتونو کې هم تطبیق کېږي او بله برخه چې کارخونې دي، په ټول کې په جدي توګه کنټرول کېږي، په هغه صورت کې لوګی ولري، د صنعتي کارخونو د قانون په مطابق، یوه ورځ یې فعالیت درول کېږي.
ورته مهال د ټرافیکو لوی ریاست هم وایي چې، د چاپیریال ساتنې له ادارې سره په همغږۍ یې د لوګي تولیدونکو موټرونو د را ټولولو لړۍ پیل کړې او هره اوونۍ په لسګونه موټر د ښار له کچې راټولېږي.
د ترافیکو عمومي رییس حسیبالله مختار په دې هکله وايي: موږ په اوونۍ کې کابو ۱۰ موټر له احصایې اخلو او لېرې کوو یې. داسې وسایط هم دي چې، باید په دايمي توګه حذف شي.
جمهورخبري آژانس