خوست کې ۵ روغتیایي کلینیکونه جوړېږي

10 عقرب 1403 ساعت 9:43

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ لخوا د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو پروژو چارې پیل شوې.


د خوست ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په پنځو بېلابېلو ولسوالیو کې د ۳۰۰ زرو ډالرو په لګښت د روغتیایي کلینیکونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې دغه کلینیکونه د UNFPA په مالي ملاتړ جوړېږي چې هر کلینیک به ۸ خونې ولري. د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې اوس مهال ۵۴۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي، چې له همدې جملې ۱۷۰ یې معیاري ودانۍ لري.

د خوست ولایت ځایي اوسېدونکو د دې روغتیايي مرکزونو د جوړولو په چارو خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا پروژه به په سیمه کې د مور او ماشوم د مړینې خطر را کم کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177137

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177137/

جمهور
  https://www.jomhornews.com