۰

طالبان:کیفیت لرونکي ښوونیزو خدمتونه به وړاندې کړو

پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۸
د طالبانو پوهنې وزازت مرستیال عبدالخالق صادق په کابل کې په یوه پروګرام کې ویلي چې، دغه وزارت خلکو ته د کیفیت لرونکو ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
طالبان:کیفیت لرونکي ښوونیزو خدمتونه به وړاندې کړو
د طالبانو پوهنې وزازت مرستیال عبدالخالق صادق په کابل کې په یوه پروګرام کې ویلي چې، دغه وزارت خلکو ته د کیفیت لرونکو ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

ښاغلي صادق «د کابل ښار د ښوونځیو د ساینس ستوري د سیالیو ګټونکو» تر عنوان لاندې پروګرام زیاته کړې چې، اسلامي امارت د مخالفو کړیو د تبلیغاتو پر خلاف، عصري زده‌کړو ته ځانګړې پاملرنه لري.

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین مرستیال همدارنګه وايي:«ځينې چې، د امارت دښمن دي، د افغانستان او نظام دښمن دي، وايي چې، اسلامي امارت عصري زده‌کړو ته پاملرنه نه‌کوي، موږ په همدغې اوونۍ کې موږ د ښار په معارف کې د دوو سترو غونډو شاهد و؛ خو په مدرسو کې نه‌یو.»

د کابل ښار د پوهنې رییس عبدالباسط حقاني هم وايي:«زموږ زده‌کوونکي نظري زده‌کړې کوي، باید عملي زده‌کړې هم وکړي او دا زموږ موخه هم ده چې، خپلو زده‌کوونکو ته د نظري درسونو ترڅنګ، د عملي درسونو زمینه هم برابره کړو.»

مسوولان د دغه ډول پروګرامونو له جوړولو موخه د زده‌کوونکو د ظرفیت لوړول ګڼي او وایي چې، په دغو سیالیو کې د ۵۰ دولتي او خصوصي ښوونځیو زده‌کوونکو خپلې ۱۰۰ ساینسي پروژې نندارې ته وړاندې کړې او په پای کې یې جایزې او ستاینلیکونه ترلاسه کړل.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي