طالبان: له ګاونډیو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو

10 عقرب 1403 ساعت 9:32

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت شارژدافیر سردار احمد شکېب د اسلام‌اباد د سیمه‌ییزو مطالعاتو په انسټېټيوټ کې ویلي چې، اسلامي امارت هېڅ ډلې ته اجازه نه‌ورکوي چې، د افغانستان خاروه د پاکستان پر ضد وکاروي.


په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت شارژدافیر سردار احمد شکېب د اسلام‌اباد د سیمه‌ییزو مطالعاتو په انسټېټيوټ کې ویلي چې، اسلامي امارت هېڅ ډلې ته اجازه نه‌ورکوي چې، د افغانستان خاروه د پاکستان پر ضد وکاروي.

 شکېب «د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا» تر عنوان لاندې غونډه کې ټینګار کړی چې، په پاکستان کې ناامني پر افغنستان او سیمې پر هېوادونو اغېز کوي.

د هغه په وینا د افغانستان اسلامي امارت او د افغانستان خلک او ولس هېڅکله، د هېڅ ګاونډي په چارو کې نه مداخله کول غواړي او نه په هغه کې مو لاس لرو؛ بلکې موږ په خپل هېواد کې او په سیمه کې ثبات غواړو او له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو.

نوموړي ټينګار کړی چې، د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزې همکارۍ، د سیمې هېوادونو سره نښلوي او په سیمه کې د سوداګرۍ د پیاوړتیا لامل کېږي. 

شکیب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مډرنې سوداګرۍ د تړونونو نشتون، په مکرره توګه د بندرونو تړل کېدل، د ګمرکي اسانتیاوو محدودیت او د تعرفو یو ناڅاپي او یو اړخیز لوړوالی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د ښه‌والي پر وړاندې ستر خنډ ګڼي.

هغه وايي، غوښتنه به دا وي که‌چېرې ته پاکستان او افغانستان په ګډه یو مډرن هوکړه‌لیک او اغېزناکه سوداګریزه معاهده ولري او پر دغو مسایلو ډېر تمرکز وکړي چې، د سوداګرۍ او ټرانزیټ په وړاندې هر ډول خنډونه چې، دي هغه له‌منځه ولاړ شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177132

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177132/

جمهور
  https://www.jomhornews.com