د نیمرزو په زرنج ښار کې یو روغتیايي مرکز جوړ شو

10 عقرب 1403 ساعت 9:26

نیمروز کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د جاپان خلکو په مالي همکارۍ یو روغتون جوړ شو.


نیمروز کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د جاپان خلکو په مالي همکارۍ یو روغتون جوړ شو.

دغه روغتیايي مرکز د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري د نیمروز مرکز زرنج ښار کې د سیاه چشمان سیمه کې د نږدې ۱۶۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی چې له فعالیت سره به یې د ځایي خلکو روغتیایي ستونزې حل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال وايي، په نیمروز کې زیاتې اړتیاوې شته چې باید ورته رسېدنه وشي.

نوموړي و ویل«دغه مرکز چې نن مو پرانیست د جاپان خلکو په مالي مرسته جوړ شوی، موږ کولای شو په ګډه نورو اړتیاوو ته رسېدنه وکړو او نړۍوالۍ ټولنې ته وښیو، چې موږ کولای شو په ګډه لا زیات کارونه وکړو»

د نیمروز د عامې روغتیا رییس عبدالرحمان وايي، د روغتیا په برخه کې دا یو نه بلکې داسې ډېر کلینیکونه لرو، چې پرانیستل شوي دي او موږ د دې کلینیک لپاره ټول چمتووالی لرو.

په ورته مهال د نیمروز د والي مرستیال د روغتیايي مرکزونو جوړېدل د دغه ولایت د اوسېدونکو بنسټیزه اړتیا ګڼي.

د نیمروز د والي مرستیال سید سلیمان اغا بهیر وايي، په ټولو کلیوالي سیمو او په ځانګړې توګه په زرنج ښار کې دا ډول خدمتونه دې نور هم وشي او موږ له هغو بنسټونو سره چې د دا ډول خدمتونو تابیا لري د همکارۍ چمتووالی لرو.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177130

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177130/

جمهور
  https://www.jomhornews.com