د طالبانو د ډلې د ویاند مرستیال وايي چې د دې ډلې د پلاوي موندنې ښيي چې د ایران او پاکستان پر پوله ۳۶ افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۰ مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د ایران او پاکستان پر پوله د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه د څېړنو د کمېسیون موندنې ښيي.
تر دې دمه د ترلاسه شوو شواهدو پر بنسټ د ایران په خاوره کې د کلگان په دره کې زموږ پر یو شمېر هېوادوالو ډزې او چاودنه شوې چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او ۳۴ تنه ټپیان شوي دي.
دی وايي چې يو شمېر يې اوس هم په ايران او پاکستان کې دي او پلاوي يې په ترلاسه کولو او لېږدولو بوخت دي.
د طالبانو د وياند مرستيال وايي، چې تر اوسه د پېښې په اړه بشپړې څېړنې نه دي بشپړې شوي او د پلاوي کار روان دى او جزئيات به يې وروسته خپاره شي.
جمهورخبري آژانس