طالبان: د مبلغینو، امامانو، موذنینو او د جوماتونو د ملا امامانو بستونه به زیات کړو

10 عقرب 1403 ساعت 8:53

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب د طالبانو ډلې له یو شمېر شیعه او سني عالمانو سره وکتل او ویې ویل چې دغه ډله د مبلغین، امام، موذن او د جوماتونو د ملا امامانو بستونه زیاتوي.


د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب د طالبانو ډلې له یو شمېر شیعه او سني عالمانو سره وکتل او ویې ویل چې دغه ډله د مبلغین، امام، موذن او د جوماتونو د ملا امامانو بستونه زیاتوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور محمد ثاقب په کابل کې له شیعه او سني عالمانو سره وکتل.

طالبانو ویلي چې په دغو علماوو کې د استاد محمد اکبري په مشرۍ د کاپیسا ولایت د جهادي لېسو استادان، د ولایتي شورا غړي او د بامیان ولایت شیعه عالمان شامل دي.

ثاقب وويل، علما د ښو ارزښتونو د پياوړتيا او له ټولنې څخه د ناسمو عقايدو د لرې کولو لپاره کار کوي او خلک د ورورولۍ، صداقت او درناوي اصولو ته دعوت کوي.

نوموړي وويل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جوماتونو، حسينيه او خانقاهونو د بيارغاونې او رغولو په برخه کې جدي اقدامات کوي او هڅه کوو هغه جوماتونه او د عبادت ځايونه چې تر اوسه رسمي نه دي، جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177121

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177121/

جمهور
  https://www.jomhornews.com