یوازې په څو ساعتونو کې؛ په غزې د صهیونیسټ رژیم بریدونو کې څه د پاسه ۱۵۰ تنه شهیدان شول

9 عقرب 1403 ساعت 17:07

د غزې پر تړانګې د اسرائیلي رژیم وحشیانه بریدونو یوازې په تېرو څو ساعتونو کې تر ۱۵۰ ډېر کسان شهیدان کړي دي.


د غزې پر تړانګې د اسرائیلي رژیم وحشیانه بریدونو یوازې په تېرو څو ساعتونو کې تر ۱۵۰ ډېر کسان شهیدان کړي دي.

د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخې د غزې تړانګې د استوګنې په سیمو د صهیونیسټی رژیم په وحشیانه حملو کې له ۱۵۰ زیات کسان شهیدان شوی دی.

د المیادین په وینا، د بیت لاهیا ښاروالۍ چې د غزې تړانګې په شمال کې موقعیت لري، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه ښار د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله د جګړې په ډګر بدل شوی دی.

دغه فلسطیني سازمان ټینګار کړی چې بیت لحیه ښار له اوبو، خوړو، ډاکټرانو او طبي خدماتو پرته د ژوند کولو لپاره مناسب ځای نه دی.

د یادولو وړ ده چې د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د غزې په تړانګه کښې د خپلو تیریو په دوام کې د دغې تړانګې په لویدیځ کې د نصرت کمپ په لویدیځ کې د فلسطینیانو کورونه ویجاړ کړل.

دغه راز د غزې تړانګې په جنوب کې د خان یونس په شمال لویدیځ کې په الاحرام سیمه کې د فلسطینی کډوالو په خیمو بمبارۍ وشوې چې پکښې ګڼ شمیر فلسطینیان شهیدان او ژوبل شول.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177116

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177116/

جمهور
  https://www.jomhornews.com