د هرات والي:

د پاشدان بند د هېواد له مهمو اقتصادي پروژو څخه دی

9 عقرب 1403 ساعت 17:03

د هرات لپاره د طالبانو والي مولوي اسلامجر او د دې ډلې د انرژۍ او اوبو وزارت د پروژو د کیفیت د کنټرول رئیس مولوي محمد جمیل احساسي د پاشدان بند له جوړېدو څخه لیدنه وکړه.


د هرات لپاره د طالبانو والي مولوي اسلامجر او د دې ډلې د انرژۍ او اوبو وزارت د پروژو د کیفیت د کنټرول رئیس مولوي محمد جمیل احساسي د پاشدان بند له جوړېدو څخه لیدنه وکړه.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د هرات والي د پاشدان پروژه یوه له مهمو اقتصادي پروژو څخه یاده کړه او د پاتې کارونو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

له بلې خوا د قراردادي شرکت مشر ابراهیم نظري وايي، چې د پاشدان بند د کانالونو تر څنګ یې ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی او د دې پروژې د پاتې کارونو په بشپړېدو سره به ۱۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د دوه میګاواټه بریښنا د تولید سربیره، په کال کې له 200 ملیون متر مکعب څخه ډیرې اوبه اداره کیږي.

په همدې حال کې په هرات کې د طالبانو ډلې مشر د پاشدان بند د بای پاس سړک د جوړولو د لومړنیو کارونو له پرمختګ څخه لیدنه وکړه او د دغې پروژې د تخنیکي کارونو د چټکتیا په خاطر یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177115

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177115/

جمهور
  https://www.jomhornews.com