د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د سیمې له هېوادونو غوښتي، د انسان له قاچاقه چې، یوه جدي ننګونه ده، مخنیوی وکړي.
مجاهد زیاته کړې، افغانان د انساني قاچاقبرانو په واسطه د سیمې له هېوادونو له افغانستانه بهر لېږدول کېږي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې جدي کړنه کړې او له دغې مسئلې سره مبارزه خپله جدي دنده ګڼي.
هغه ویلي،«موږ له ګاوڼدیو هېوادونو غواړو چې، د انساني قاچاق مخنیوی وکړي. له بدهمرغه افغانان د قاچاقبرانو له لوري له خطرناکو لارو له پولو بهر استول کېږي او همدارنګه د بدن غړي هم قاچاق کېږي چې، د خواشینۍ ځای دی.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي چې، په تېرو درې کلونو کې له ۸ مېلیونو زیاتو افغانانو خپل هېواد پرېښی او د ویزو د ستونزو له کبله اړ شوي چې، د پیسو له ورکړې سره په نا قانونو لارو له هېواده ووځي.
جمهورخبري آژانس