د اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د استازو په حضور کې، د موسسو، غیردولتي بنسټونو (انجوګانو) د فعالیتونو د پیاوړتیا، اغېزمنتیا او رونټیا په موخه غونډه جوړه کړې ده.
په دې غونډه کې د طالبانو اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف ځينو ولایتونو او ولسوالیو ته د مرستو پر نهرسېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې، نړۍ له افغانستان سره پر پراختیايي مرستو تمرکز ولري.
حنیف زیاتوي چې، دمګړۍ یې مرستندویه بنسټونو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي چې، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
نوموړي ویلي،«ډېریو موسسو ښارونو ته تمرکز کړی، په ځانګړې توګه عمده ښارونو ته لکه هرات، کابل، جلالاباد، کندهار او مزارشریف چې، هلته الوتنې دي. ځينې لرې پراته ولایتونه کابو محروم دي.»
د ملګرو ملتونو د بنسټونو مسوولانو ویلي چې، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، د ملګرو ملتونو ډېری مرستې په بشرپاله برخو کې لګول شوې دي او په ۲۰۲۴ کال کې پرمختیایي مرستو ته هم پاملرنه شوې ده. دوی زیاته کړه چې، د مرستو ۳۰ سلنه یې په اداري او عملیاتي برخه لګېږي او۷۰ سلنه بودیجه د افغانستان پر خلکو مصرف شوې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو رییس ریچارد ترینچارد په دې هکله ویلي:«د ملګرو ملتونو د موسسو د اداري او معاشونو لګښت ۳۰ سلنه دی او ۷۰ سلنه یې اړمنو ته رسېږي.»
ورته مهال د کډوالو نړۍوال سازمان وايي چې، په افغانستان کې یې د کورنیو بېځایه شویو، کډوالو او راستنېدونکو لپاره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.
افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان استازی جاش وا هارت څرګندوي:«د هغو فعالیتونو سربیره چې، موږ مخکې یادونه وکړه، موږ له هغو کسانو سره هم مرسته کوو، چې د یران او پاکستان له پولو اوړي. موږ د دغو پولو په څلورو برخو کې دفترونه لرو، هغه کسان چې بېرته راستنېږي، موږ ورسره نغدي مرسته کوو، د دوی په لېږد کې مرسته کوو او د روغتیا، پاکو اوبو او نورو برخو کې هم ورته اسانتیاوې برابروو.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره وايي چې، د روان زیږدیز کال له پیله تر اګست میاشتې په افغانستان کې له څه باندې ۱۴ مېلیونه ډېرو خلکو سره مرستې کړې دي.
جمهورخبري آژآنس