پوهنې وزارت سږکال په هېواد کې د سواد زده کړې ۴زره ټولګي جوړ کړي

9 عقرب 1403 ساعت 8:39

د پوهنې وزارت وایي، سږکال د ټول هېواد په کچه د لیک او لوست د زده کړې څه باندې ۴زره ټولګي رامنځته شوي دي.


د پوهنې وزارت وایي، سږکال د ټول هېواد په کچه د لیک او لوست د زده کړې څه باندې ۴زره ټولګي رامنځته شوي دي.

د دغه وزارت ویاند منصور احمد حمزه زیاته کړې، تېرکال یې د دغه ټول ټولګیو شمېر ۹زره ته رسېده.

هغه وویل: «سږکال ۴زره ۵۸۳ بابه نور کورسونه هم ایجاد شول چې په ټولیز ډول پکې ۸۵ زره ۷۸۵ زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي. همداراز په زرګونو زد کوونکي د سواد زده کړې ټولګیو کې په زده کړو بوخت دي.»

یو شمېر نور زده کوونکي بیا وايي، ټولګي ته په راتلو توانېدلي چې لیک لوست وکړي؛ خو له اسلامي امارت غواړي چې په دې برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

د پوهنې وزارت د مسوولینو د معلوماتو پر اساس، تېر کال یې د سواد زدکړې ۹ زره ټولګي جوړ کړي وو، چې پکې تر ۴۹ زرو ډېر زدکوونکي په زدکړو بوخت وو.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 177088

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177088/

جمهور
  https://www.jomhornews.com