د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې ده.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې دغه ودانۍ د حداد فرهاد کلتوري مرکز په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۵ سوه زره افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د مسوولینو په خبره د ښوونځي ٥ تدریسي او اداري خونې او نور اړین ملحقات لري، چې د شاوخوا ۶۰۰ زده کوونکو د زده کړو اړتیاوې پوره کوي.
د یادولو وړده، چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې وه.
جمهورخبري آژانس