ټاکل شوې، چې د کډوالو نړیوال سازمان د بېړنیو مرستو د پروګرام پر مټ د افغانستان په بغلان ولایت کې د طبعي پېښو ځپلو خلکو لپاره کورونه جوړ شي.
له پیښو سره د مبارزې چمتوالي ملې ادارې رییس نورالدین ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان دبیړنیو مرستو د پروګرام مسوولې غدا برکت او د اړیکو مسوول محمد سلیم خالد سره په کتنه کې د یاد سازمان له همکاریو مننه کړې او هېواد کې یې له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.
بلخوا د یاد سازمان مسوولینو هم د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې له زیانمنو کورنیو سره ده مرستې په موخه یې افغانستان کې سروې کړې ده.
له پیښو سره د مبارزې چمتووالي ملې ادارې په وینا؛ ټاکل شوې دغه سازمان د بغلان ولایت په بغلان جدید، برکه او دوشي ولسواليو کې د کورونو د جوړولو او بیارغونې په موخه له ۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړي او په برکې ولسوالۍ کې ۱۰۰ نوي کورونه هم جوړ کړي.
جمهورخبري آژانس