د افغانستان او قطر ترمنځ مستقیم پروازونه پیلېږي

8 عقرب 1403 ساعت 11:15

د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او قطر ترمنځ د هوایي پروازونو د پیل برخه کې هوکړه لاسلیک شوه.


د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او قطر ترمنځ د هوایي پروازونو د پیل برخه کې هوکړه لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې له مخې به د افغانستان او قطر ترمنځ مستقیم پروازونه پیلېږې.

دغه هوکړه د طالبانو له لوري د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مرستیال عبدالسلام حیدري او د قطر هوایي ملکي چلند ادارې سرپرست محمدفالح الهاجري له لوري لاسلیک شوه.

دې مراسمو کې د قطر د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر جاسم بن سیف السیلطي او دوحه کې د طالبانو سفیر ډاکټر محمد نعیم هم شتون درلود.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې څو اسیایي هېوادونو افغانستان سره بیرته مستقیمې الوتنې پیل کړې، چې د هېوادوالو له هرکلي سره مخ شوې.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177053

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177053/

جمهور
  https://www.jomhornews.com