۰

یو امریکايي قومندان له افغانانو د بډو اخیستو په جرم په بند محکوم شوی

سی شنبه ۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۹
د امریکا عدلیې وزارت ویلي، د جیرومي پېټمن په نوم د دغه هېواد د سمندري ځواکونو یو قومندان له افغانانو د بډو اخېستو او امریکا ته د ورتګ لپاره هغوی ته د جعلي اسنادو د جوړولو په جرم زندان ته استول شوی دی.
یو امریکايي قومندان له افغانانو د بډو اخیستو په جرم په بند محکوم شوی
د امریکا عدلیې وزارت ویلي، د جیرومي پېټمن په نوم د دغه هېواد د سمندري ځواکونو یو قومندان له افغانانو د بډو اخېستو او امریکا ته د ورتګ لپاره هغوی ته د جعلي اسنادو د جوړولو په جرم زندان ته استول شوی دی.

پېټمن ته د محکمې لخوا د ۳۰ میاشتو حبس مودې د تېرولو سزا ورکړ شوې ده.

دغه وزارت لیکلي، پېټمن په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، ۲۰ افغانانو ته یې داسې اسناد چمتو کړي چې وښیي هغوی په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه دندې ترسره کولې.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي