د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۳۴۷ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
سرچینې زیاه کړې، د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۳۴۷ زره ۵۶۳ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۷۱۲۳ ټنه توکي صادر شوي.
دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.
جمهورخبري آژانس