په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ وايي، د بامیانو له والي عبدالله سرحدي سره یې د دغه ولایت د فرهنګي میراثونو د ساتنې په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي شنګ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دوشنبې په ورځ د میزان په ۳۰ مه بامیان ولایت ته سفر وکړ او له عبدالله سرحدي سره یې تفصیلي خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې په بامیانو کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي د بودا د مجسمو ویجاړول یوه ښه پرېکړه بللې وه.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو پر افغانستان د خپل واک په لومړۍ دوره کې د ۲۰۰۱ کال په مارچ مياشت کې د باميانو د بودا مجسمې په يوه چاودنه کې ويجاړې کړې.
جمهورخبري آژانس