د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د اسيايي ملتونو جام د غوراوي سياليو په لړ کې د فيليپين ملي لوبډلې ته په ۸ ګولونو ماتې ورکړه.
دا لوبه نن دوشنبه د می په ۳۰ مه په کمبودیا کې ترسره شوه.
وارث شېرزي او آرش احمدي د فليپين دوه دوه ګولونه او نويد محبوبي، ياسر صافي، جواد ابراهيمي او سهيل سروري يو يو ځل د فليپين دروازه خلاصه کړه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډله دا مهال په ب ګروپ کې له فلپین، بنګله دېش، کمبودیا او مکاو سره ده.
د سیالیو دغه پړاو به د اکټوبر په ۱۷ پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۷ مې نېټې پورې به دوام وکړي. کمبوجا د دغو سیالیو کوربه دی.
جمهورخبري آژانس