ډیری اسراییلیان د بندیانو تبادله غواړي

30 میزان 1403 ساعت 13:13

د اسرائیلو د 13 تلویزون د یوې سروې پایلې ښيي چې د اشغال شویو سیمو اکثریت اوسیدونکي په غزه کې له مقاومت سره د بندیانو د تبادلې د موافقې ملاتړ کوي.


د اسرائیلو د 13 تلویزون د یوې سروې پایلې ښيي چې د اشغال شویو سیمو اکثریت اوسیدونکي په غزه کې له مقاومت سره د بندیانو د تبادلې د موافقې ملاتړ کوي.

د دې سروې د پایلو پر بنسټ ۵۲ سلنه اسراییلیانو ټینګار کړی، چې لومړیتوب یې له حماس سره د بندیانو تبادله ده او غوره ده، چې د جګړې د دوام پر ځای د اوربند تړون لاسلیک او په غزه کې جګړه پای ته ورسېږي.

په دوی کې ۴۱ سلنه هم د غزې پر وړاندې د جګړې د دوام غوښتنه کوي او دا یې اساسي لومړیتوب ګڼي. په دې سروې کې برخه اخیستونکو د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو فعالیت ته د 1 څخه تر 10 پورې 5.5 نمرې ورکړې.

په عین حال کې، د جګړې وزیر، یوف ګالانت، او د اسراییلو د دفاعي ځواکونو لوی درستیز، هرزي حلوي، د اشغال شویو سیمو له اوسیدونکو څخه په ترتیب سره 5.8 او 6.2 نمرې ترلاسه کړې.

په سلو کې ۴۳ ګډونوالو هم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې نیټې د ناکامۍ په اړه د تحقیقاتي کمیټې له جوړولو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

جمهورخبري


د مطلب کود: 176790

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176790/

جمهور
  https://www.jomhornews.com