۰

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

دوشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۰
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله دویمه بریا د بنګله دېش ملي لوبډلې ته وبایلله.
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله دویمه بریا د بنګله دېش ملي لوبډلې ته وبایلله.

دا لوبه چې تېره شپه د میزان په ۲۹مه ترسره شوه، د بنګله دېش ملي لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د لوبې په ۲۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۴ منډې جوړې کړې. خو؛ په دوهمه نیمايي کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړو ۱۹.۱ ګولونه وکړل او میدان یې وګاټه.

په دې لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړل. دا په اسیا جام کې د کرکټ د ملي لوبډلې دویمه بریا ده. د هېواد ملي لوبډلې تر دې مخکې د سريلانکا ملي لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.

افغانستان راتلونکې لوبه له هانګ کانګ سره کوي.

د یادولو وړ ده چې دا سیالۍ په عمان کې ترسره کیږي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي