هندي رسنیو خبر ورکړی، چې طالبانو د بمي برید د احتمال له امله د ویسټارا الوتکې ته د افغانستان په خاوره کې د الوتنې اجازه نه ده ورکړې.
د دغه راپور پر بنسټ، دغه الوتکه د روانې میاشتې په ۲۹ مه نېټه له ۲۴۰ مسافرو سره له ډیلی څخه د جرمنی فرانکفورت پر لور روانه شوې وه.
راپور زیاتوي چې یوک-25 الوتنه د بوینګ 787 الوتکې سره د ډیلي نړیوال هوایی ډګر څخه ترسره شوې.
د معلوماتو له مخې، دغه الوتکه د پاکستان له فضايي حریم څخه تېرېده او هند ته له ستنېدو لږ مخکې د افغانستان هوايي حریم ته ننوتلې وه.
تر دې مخکې، ویسټارا ایرلاین اعلان کړی و چې د UK25 په ګډون په شپږو الوتنو کې یې امنیتي ګواښونه ترلاسه کړي دي.
دغه شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له ډیلي څخه فرانکفورت ته د UK25 الوتکه بیرته ډیلي ته راستانه شوې ده.
باید وویل شي، چې په تېرو څو ورځو کې نږدې سل الوتنو ته د بمي بریدونو ګواښونه شوي، خو وروسته څرګنده شوه، چې دا ګواښونه "دروغ" وو.
جمهورخبري آژانس