په ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۲۰ اوکرایني پوځیان وژل شوي دي

25 میزان 1403 ساعت 13:37

د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځ توانېدلی چې د لوهانسک او دونیتسک د خلکو جمهوریت د دوو نورو سیمو کنټرول ترلاسه کړي.


د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځ توانېدلی چې د لوهانسک او دونیتسک د خلکو جمهوریت د دوو نورو سیمو کنټرول ترلاسه کړي.

د رشاتودي په وینا، د روسیې د دفاع وزارت په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځ د لوهانسک د خلکو جمهوریت د «نسکوی» ښارګوټي او د دونیتسک د خلکو جمهوریت «کراسنیار» ښارګوټي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

په دې اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د اوکراين وسله والو ځواکونو د تېرې ورځې او شپې په بېلابېلو محورونو کې په پوځي نښتو کې ١٨٢٠ پوځي ځواکونه له لاسه ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې روسیې په تېره اوونۍ کې د اوکراین د پوځ له بریدونو وروسته د دغه هېواد د ۱۵ اتباعو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د روسیې ځانګړي استازي رودیون میروشینیک په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي: د اوکراین د وسله والو ځواکونو له خوا د تېرې اونۍ د بریدونو په پایله کې د روسیې د ځینو ښارونو ۱۵ تنه اوسېدونکي وژل شوي او د ۶ ماشومانو په ګډون ۶۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه روسی دیپلومات زیاته کړه: اوکراینی پوځیانو په بیلګورد، دونیتسک، لوهانسک او خرسون سیمو کې د روسیې پر ملکیانو لږ تر لږه ۱۷۸۸ مرمۍ توغولی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176607

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176607/

جمهور
  https://www.jomhornews.com