دوو امریکايي چارواکو این بي سي نیوز ته ویلي، هغه افغان وګړی چې د امریکا د انتخاباتو په ورځ د تروریستي حملې د پلانولو په تور نیول شوی و، د داعش له خراسان څانګې سره اړیکه درلوده.
دغو دوو امریکايي چارواکو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، زیاته کړې چې د نصیر احمد توحیدي مور چې په افغانستان کې اوسېږي، د داعش ملاتړی ګڼل کېږي.
د دوی په وینا؛ د داعش د خراسان څانګې بیا را ژوندی کول، چې په ایران او روسیه کې د دریو وژونکو بریدونو مسوول دی، د متحده ایالاتو لپاره مخ په زیاتیدونکی امنیتی ستونزه ده.
باید وویل شي چې نصیر احمد توحیدي تېره اوونۍ د امریکا په اوکلاهوما ښار کې نیول شوی و. هغه پخوا په افغانستان کې د سي آی اې د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه.
توحیدي FBI ته اعتراف کړی چې هغه د ملک په نوم له یوه کس سره چې د (داعش) غړی دی په تماس کې و.
د محکمې اسناد ښيي چې هغه د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د افغان حکومت له نسکورېدو یوه میاشت وروسته د بشردوستانه ویزې له لارې امریکا ته تللی و.
د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي این بي سي نیوز ته ویلي، چې توحیدي امریکا ته له ننوتو مخکې دوه دوره امنیتي معاینات تېر کړل او د هغه په اړه کوم مشکوک معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د هغه په وینا، توحیدي ښايي امریکا ته له رسېدو وروسته په انلاین ډول د داعش له ملاتړو ډلو سره اشنا شو او په همدې موده کې دې ترهګرې ډلې ته متوجه شو.
جمهورخبري آژآنس