د پنجشېر اوسېدونکي: طالبانو د غره ځنګلونه سوځولي دي

25 میزان 1403 ساعت 13:28

د پنجشیر یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالب جنګیالیو د دغه ولایت د غره ځنګلونو ته اور اچولی دی.


د پنجشیر یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالب جنګیالیو د دغه ولایت د غره ځنګلونو ته اور اچولی دی.

د دوی په وینا، د سه شنبې په ورځ د تلې په ۲۴ مه طالب جنګیالیو د پنجشیر ولایت د دره ولسوالۍ د تنبینه په کلي کې د غرونو ځنګلونو ته اور ورته کړ او دغه اورلګیدنه د تیرې شپې تر نیمو بجو دوام درلود.

په ټولنيزو شبکو کې د دغې اور لګېدنې په يوه ويډيو کې د پنجشېر اوسېدونکي وايي چې له څو ساعتونو وروسته يې د اور د يوې وړې برخې په اورولو بريالي شول مګر په نورو برخو کې اور په زور سره دوام لري.

که څه هم طالبانو د دغه اقدام لامل نه دی اعلان کړی. خو ویل کېږي چې د دغې ډلې جنګیالیو د خپل لید ځای د خلاصون له امله دا کار کړی دی.

باید وویل شي، چې په پنجشیر کې د ملي مقاومت جبهه او د آزادۍ جبهه تر ډېره له طالب جنګیالیو سره لاس لري.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 176604

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176604/

جمهور
  https://www.jomhornews.com