د سیاسي او پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني ته نږدې سرچینې وايي چې نوموړی د طالبانو له زندانه خوشې شوی دی.
د سرچینو په وینا ښاغلی کوهستاني د شنبې په ورځ د تلې په ۲۴ مه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له زندانه خوشې او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.
سرچينې زياته کړې، چې ښاغلی کوهستاني د "غلط فهم" پر بنسټ نيول شوی او اوس "حل" شوی دی.
ښاغلی کوهستاني شاوخوا درې اونۍ وړاندې د طالبانو د استخباراتو له خوا د کابل له خیرخانې سیمې څخه نیول شوی و.
د یادولو وړ ده چې د ښاغلي کوهستاني نیول چې د زړه په ناروغۍ هم اخته دی.
دې کار ډېر غبرګونونه راوپارول، په ځانګړې توګه په مجازي شبکو کې او ډېرو مدني فعالانو د هغه د خلاصون غوښتنه وکړه.
جمهورخبري آژانس