راتلونکی کال پکتیا کې د مچلغو بند د جوړولو پاتې چارې پیلیږي

25 میزان 1403 ساعت 9:21

د طالبانو د اوبو ا انرژۍ وزیر د پکتیا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره کتلي.


د طالبانو د اوبو ا انرژۍ  وزیر د پکتیا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره کتلي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په دې لېدنه کې قومي مشرانو دې ولایت کې د مچلغو بند او د برېښنا رسونې پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې.

دغه وزارت زیاتوي؛ د اوبو او انرژۍ وزیر یادو مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې مچلغو بند د دغه وزارت راتلونکي پلان کې شامل دی او اوس‌مهال یې د اسنادو ارزولو کارونه روان دي، چې د امکاناتو په چمتو کېدو سره به یې راتلونکي کال عملي چارې پیل شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176588

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176588/

جمهور
  https://www.jomhornews.com