د طالبانو د اوبو ا انرژۍ وزیر د پکتیا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره کتلي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په دې لېدنه کې قومي مشرانو دې ولایت کې د مچلغو بند او د برېښنا رسونې پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې.
دغه وزارت زیاتوي؛ د اوبو او انرژۍ وزیر یادو مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې مچلغو بند د دغه وزارت راتلونکي پلان کې شامل دی او اوسمهال یې د اسنادو ارزولو کارونه روان دي، چې د امکاناتو په چمتو کېدو سره به یې راتلونکي کال عملي چارې پیل شي.
جمهورخبري آژانس