په چین کې د طالبانو سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له رییس لیو جین سونک سره کتلي دي.
په بیجینګ کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دغې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراختیا، د دوه اړخیزې سوداګرۍ، اقتصادي پیاوړتیا او د سیمې او ګاونډیو له هېوادونو سره پر مثبت تعامل خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، سونک ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې د چین د ولسمشر له خوا، د افغانستان په ګډون، د ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکي تعرفې معاف شوې دي.
نوموړي همدارنګه ویلي د اېمسيسي او مرکزي اسیا د تېلو او ګازو شرکتونه به لا وهڅول شي چې، د امو سیند د نفتي حوزې د تېلو د استخراج بهیر لا ګړندی او د مس عینک پروژې روان کارونه نور هم پراخ او چټک کړي.
جمهورخبري آژانس