د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د خلکو پرمختیايي موسسې له خوا د پکتیا مرکز ګردېز په ګډون شواک، زرمت، سیدکرم او جانخېلو ولسوالیو ۱۴۵ کورنیو ته د سبزیجاتو شنو خونو جوړولو چارې پیل شوې.
مسوولین ډاډ ورکوي، که یې یادو خونو مثبته نتیجه ورکړه نورو ولسوالیو ته به یې هم لړۍ پراخه کړي.
د پکتیا اوسېدونکي او کروندګر د یادو شنو خونو په جوړولو خوښ دي او وايي، چې په دې سره به دوی وکولی شي، په ژمي کې له سبزیجاتو استفاده او د خپلو اړتیاوو پوره کولو تر څنګ به د نورو کورنیو لاسنیوی هم وکړي.
مسوولین زیاتوي، له دې وړاندې یې هم کوچنۍ سړې خونې په ځينو ولسوالیو کې جوړې کړي، او ډاډ ورکوي، چې ممکن راتلونکي کې هم دا لړۍ نورو ولسوالیو ته وغځوي.
جمهورخبري آژانس