د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې اټکل کړی، چې ۲۳.۷ میلیونه وګړي، چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کې راغلي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي، د خوړو له خوندیتوب بې برخې دي، چې له دې ډلې ۲،۹ میلیونه وګړي، د لوږې له بېړنۍ کچې سره مخ دي.
د دغه راپور لهمخې، شاوخوا ۶،۳ میلیونه داخلي بې ځایه شوي کسان په خرابو شرایطو کې ژوند کوي او کافي سرپناه او لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر پورې شاوخوا ۷۰۰ زره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي او درملنې ته لاس رسی نه لري.
جمهورخبري آژانس