سږ کال د ننګرهار د وریجو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

25 میزان 1403 ساعت 9:07

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي؛ سږکال دې ولایت کې د وریجو حاصلات زیات شوي.


د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي؛ سږکال دې ولایت کې د وریجو حاصلات زیات شوي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، هڅه کوي، په راتلونکو کلونو کې د شولو حاصلات لا زیات کړي.

دغه راز کروندګر وايي، په خپلو ځمکو یې دوه ډوله شولې کرلي، چې خلک یې تر ډيرې خوښوي او بازار یې هم ښه دی.

بزګران له سرپرست حکومته غوامړي، چې د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او نباتي درملو په برخه کې ورسره مرستې لا زیاتې کړي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په تېر کې یې هم له بزګرو سره د شولو، اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوې سرې مرستې کړي او راتلونکي کې به هم ورسره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 176580

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176580/

جمهور
  https://www.jomhornews.com