قرغزستان د افغانستان بدخشان ولایت ته یو مرستندویه ډله واستوله

24 میزان 1403 ساعت 15:49

د قرغزستان حکومت اعلان کړی چې د افغانستان بدخشان ته یې له قرغزیانو سره د مرستې لپاره یوه مرستندویه ډله استولې ده.


د قرغزستان حکومت اعلان کړی چې د افغانستان بدخشان ته یې له قرغزیانو سره د مرستې لپاره یوه مرستندویه ډله استولې ده.

د قرغزستان آکا وېبپاڼې خبر ورکړی، چې دغه ډله د قرغزستان د ولسمشر صدر جباروف په حکم د دغه هېواد د کار، ټولنیز امنیت او کډوالۍ وزارت د مرستیال دارنکول اولو په مشرۍ د افغانستان بدخشان ته لېږل شوې ده.

د راپور پر بنسټ، د قرغزستان پلاوي په بدخشان کې د طالبانو له ځايي چارواکو سره د قرغزستان د خلکو د ټولنیزو، اقتصادي او بنسټیزو ستونزو د هواري په اړه هم خبرې کړې دي.

راپور زیاتوی چې د دغه بشردوستانه ماموریت د یوې برخې په توګه، د زړه، غاښونو او نسایی متخصصینو په ګډون د ډاکټرانو یوې ډلې د ۱۹۵ ښځو او ۱۸۰ ماشومانو په ګډون ۷۵۵ کسانو ته طبی مرستې رسولې دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې کارپوهانو د محلي ټولنې غړو ته د ساري ناروغیو او نورو حیواناتو د تشخیص او د غواګانو، پسونو او وزو لپاره د وترنری درملو سمه کارول زده کړل.

د یادونې وړ ده چې قرغزیان د بدخشان په پامیر کې یو له هغو محرومو اقلیتونو څخه دی چې په افغانستان کې له هر ډول دولتي مرستو او بنسټونو بې برخې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176568

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176568/

جمهور
  https://www.jomhornews.com