د بغلان اوسېدونکو د طالبانو یو چارواکی د غلا په تور وواهه

19 میزان 1403 ساعت 14:00

په بغلان کې د خلکو سرچينې وايي، چې د دې ولايت د خوست د ولسوالۍ د څار امر مولوي عبدالسلام، ځايي خلکو د وريجو د حاصلاتو د غلا له امله؛ وهلی ډبولی دی.


په بغلان کې د خلکو سرچينې وايي، چې د دې ولايت د خوست د ولسوالۍ د څار امر مولوي عبدالسلام، ځايي خلکو د وريجو د حاصلاتو د غلا له امله؛ وهلی ډبولی دی.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې، چې دوه ورځې وړاندې د بغلان د خوست ولسوالۍ په "ده مزراب" کلي کې رامنځته شوې وه، مولوي عبدالسلام او د هغه ١٢ تنه د سيمې د اوسېدونکو له خوا ووهل شول.

ځايي اوسېدونکو پر دغه طالب مولوي تور پورې کړی، چې د شپې له خوا د نقاب په اغوستلو د ځايي اوسېدونکو د وریجو فصلونه غلا کوي.

ويل کيږي چې خلکو دغه طالب مامور وپيژاند او بيا يې وواژه. سرچينې زياته کړې، چې په دغو وسله والو طالبانو تور دى، چې څه موده وړاندې يې د ځايي خلکو د غنمو د راټولولو کارخانو ته اور اچولى و.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176355

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176355/

جمهور
  https://www.jomhornews.com