زابل کې د اوبو لګولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

19 میزان 1403 ساعت 10:17

د زابل ولایت ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.


د زابل ولایت ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د  نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د مالوماتو له مخې دغه شبکه د یونسیار نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه ۶۱۲ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې او ۴۸ کورنیو ته یې د څښاک اوبه برابرې کړې دي.

د مسوولینو په خبره د یادې شبکې چارې د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې شوې او دغه راز د سیمې لسګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابرې شوې وه.

په ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یادې شبکې په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176335

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176335/

جمهور
  https://www.jomhornews.com