د کابل هټیوالو ته د طالبانو خبرداری؛د ګوډیانو څخه سرونه پرې کړۍ

18 میزان 1403 ساعت 17:22

په کابل کې د طالبانو د د امربالمعروف استازو د دغه ښار هټیوالو ته امر کړی چې خپلو دوکانونو کې له کوډیانو سرونه پرې کړي.


 په کابل کې د طالبانو د د امربالمعروف استازو د دغه ښار هټیوالو ته امر کړی چې خپلو دوکانونو کې له کوډیانو سرونه پرې کړي.

  د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو دغه استازو نن چهارشنبه د تلې ۱۸ مه یو ځل بیا د ښار په یو شمېر سیمو کې دوکانونه تالاشي کړي او هټیوالو ته یې امر کړی، چې له ګوډیانو سرونه پرې کړي.

د کابل ښار د جامو د یوه مارکیټ یوه هټیوال په دې اړه وویل: «نن د طالبانو استازي زما هټۍ ته راغلل او ما ته یې امر وکړ چې له هغه نانځکو یا ګوډیانو سرونه پرې کړي، چې دوکان کې دي او جامې مو وراغوسې دي؛ هغوی وویل چې دا ځل نوی حکم دی یوازې  یوه اونۍ ولرئ."

د دغه هټیوال په وینا؛ تر دې وړاندې د طالبانو مشهور حکم و چې سرونه دې په جامو کې پټ شي، مګر دا ځل امر په بشپړ ډول توپیر لري.

يو بل هټيوال هم وويل، چې د طالبانو استازو ورته ويلي، چې د هټۍ له مخ سره د اعلاناتو عکسونه دې بېرته ورکړي او په اعلاناتي بينرونو کې دې يوازې له مخ پرته عکس واخيستل شي.

 يو شمېر هټيوالو له ښځينه پېرېدونکو سره د طالبانو د استازو د سخت چلند خبره هم وکړه.

یوه هټیوال د نوم نه ښودلو په شرط جمهور خبري اژانس ته ویلي، کله چې د امربالمعروف کسان زما هټۍ ته راغلل، په دوکان کې یو شمېر ښځینه پېرېدونکي هم موجودې وې، ښځو ته یې په ډېر تاو تریخوالي وویل، چې دا حال دی چې په ښار کې ګرځې. پوه شه کله چې تاسو بهر ځئ نو باید حجاب واغوندي او خپل مخ پټ کړي.

د دغه هټیوال په وینا؛ پرته له دې چې څه ووایي، ښځینه پیرودونکي په بیړه له پلورنځي څخه ووتلې.

دغه راز يو بل هټيوال هم وويل، چې په خپل دوکان کې يې دوه ښځينه استادانې دي، کله چې د امروبالمعروف مسوولين د دوى دوکان ته ننوتل، په غوسه يې وويل: دلته څه کوي؟ په دوکان کې د نا محرمو ښځو او نارینه وو یوځای شتون جرم دی.»

دغه هټيوال وايي، چې له چارواکو يې په زر ترانو وغوښت او ويې ويل، چې کله ښځينه پېرېدونکي راشي، نو دغه ښځينه شاګردان ورسره خبرې کوي او جامې يې پلوري.

له دې سره سره د کابل ښار هټیوال وايي، چې د طالبانو له لوري پرلپسې بندیزونو د دوی کار او کاروبار سخت زیانمن کړی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176316

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176316/

جمهور
  https://www.jomhornews.com