په ننګرهار کې دولتي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یو تنکی هلک د چړې په ګوزار وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د تلې په ١٠مه، د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې بريدګرو د روهيد په نوم دغه ځوان په چاقو بريد کړى دى.
د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم نه دي معلوم. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس