۰

د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان له ویسټ انډیز نه ماتې وکړه

سی شنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۰
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام په ګروپي پړاو کې په خپله څلورمه لوبه ویسټ انډیز ملي لوبډلې ته وبایلله.
د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان له ویسټ انډیز نه ماتې وکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام په ګروپي پړاو کې په خپله څلورمه لوبه ویسټ انډیز ملي لوبډلې ته وبایلله.

دغه لوبه چې نن د غبرګولي  ۲۹ مه  د ویسټ انډیز په ډارن سمیع لوبغالي کې ترسره شوه، د ویسټ انډیز ملي لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورنو کې یې د افغانستان ملي لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.

په دې لوبه کې د ویسټ انډیز ملي لوبډلې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل.

خو؛ د لوبې په دویمه نیمايي کې افغان ملي لوبډلې خرابه کارکردګي وښودله او په ۱۶.۲ اورونو کې یې ۱۱۴ منډې جوړې کړې او ټاکل شوي هدف ته په رسیدو کې پاتې راغله او لوبه یې وبایلله.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي لوبډلې په خپلو تېرو درېیو لوبو کې د یوګانډا، نیوزیلنډ او پاپوا ګیني لوبډلو ته ماتې ورکړې او د دغو سیالیو بل پړاو ته یې لار موندلې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *