د خوړو نړیوال سازمان:

د افغانستان څلورمه برخه خلک له لوږې سره ویده دي

26 جوزا 1403 ساعت 8:59

د لوی اختر په مناسبت د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان یو پر څلورمه برخه خلک د شپې له خوا له لوږې خوب کوي.


د لوی اختر په مناسبت د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان یو پر څلورمه برخه خلک د شپې له خوا له لوږې خوب کوي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۲۵ مه یوه خبرتیا خپره کړه چې له شتمنو خلکو یې غوښتي چې د اختر په ورځو کې اړمنو ته خواړه ورکړي.

په اعلاميه کې هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې کچې ته په اشارې سره زياته کړه چې په افغانستان کې ١٢ ميليونه وګړي نه پوهېږي چې د دوى راتلونکې خواړه به له کومه کېږي.

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې له افغانستان سره د مرستې لپاره ٦٥٠ ميليونه ډالرو ته عاجله اړتيا ده.

خبرگزاری جمهور


د مطلب کود: 173367

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173367/

جمهور
  https://www.jomhornews.com