ایرانیان د افغانستان د نفتو په تصفیه کې پانګونه کوي

23 جوزا 1403 ساعت 7:53

د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې یوه ایراني شرکت د افغانستان د نفتو په تصفیه کې پانګونه کوي.


د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې یوه ایراني شرکت د افغانستان د نفتو په تصفیه کې پانګونه کوي.

د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی دی چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزی د ایران د اسلامی جمهوریت د ویرا ګاز سپهر سوخت شرکت له مسلکی استازیو سره وکتل.

د ویرا ګاز سپهر سوخت شرکت استازي د افغانستان له استخراج شویو خامو تېلو سره سم د عصري تکنالوژۍ په کارولو سره د اتموسفیر، ویکیوم او کریکنګ په ګډون د درېیو معیاري تصفیه خانې د جوړولو پلان شریک کړ او د ترلاسه شویو تولیداتو د کمیت، کیفیت او نوعیت په اړه یې معلومات ورکړل.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173283

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173283/

جمهور
  https://www.jomhornews.com