۰

د کونړ په مرکز کې چاودنه وشوه

دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۸
په کونړ کې ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې د يوې چاودنې له امله څلور تنه وژل شوي او ټپيان دي.
د کونړ په مرکز کې چاودنه وشوه
په کونړ کې ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې د يوې چاودنې له امله څلور تنه وژل شوي او ټپيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن د غبرګولي په ١٣مه، د کونړ ولايت د مرکز اسعداباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د دې پېښې موخه او عاملین لا هم معلوم نه دي.

د دې پېښې مسوولیت چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *