د مقاومت جبهه: د ارګ په ۳۰۰ مترۍ کې مو یو طالب و واژه

31 ثور 1403 ساعت 8:43

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دغې جبهې ځواکونو د ارګ په ۳۰۰ متره واټن کې پر طالبانو برید کړی یو یې وژلی او بل ټپي شوی دی.


د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دغې جبهې ځواکونو د ارګ په ۳۰۰ متره واټن کې پر طالبانو برید کړی یو یې وژلی او بل ټپي شوی دی.

دغې جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه بريد تېره شپه شاوخوا نهه بجې د کابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند له قلعه نو څخه ٣٠٠ متره لرې د طالبانو د استخباراتو د ګزمې پر موټر شوى دى.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې يو وسله وال طالب ووژل شو او يو بل ټپي شو.

د مقاومت جبهې زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دملي اردو ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

طالبان تل د مخالفینو بریدونه ردوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172392

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172392/

جمهور
  https://www.jomhornews.com