د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دغې جبهې ځواکونو د ارګ په ۳۰۰ متره واټن کې پر طالبانو برید کړی یو یې وژلی او بل ټپي شوی دی.
دغې جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه بريد تېره شپه شاوخوا نهه بجې د کابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند له قلعه نو څخه ٣٠٠ متره لرې د طالبانو د استخباراتو د ګزمې پر موټر شوى دى.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې يو وسله وال طالب ووژل شو او يو بل ټپي شو.
د مقاومت جبهې زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دملي اردو ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
طالبان تل د مخالفینو بریدونه ردوي.
جمهورخبري آژانس