۰

بینیټ: نړیواله ټولنه باید د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي

شنبی ۱۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۵
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي.
بینیټ: نړیواله ټولنه باید د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي.

بینیټ د جمعې په ورځ، د ثور په 14مه په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې هغه په ​​افغانستان کې د رسنیو په چاپیریال کې د مخ په زیاتیدونکي محدودیتونو او د طالبانو لخوا د خبریالانو په خپل سري توقیفونو اندیښمن دی.

هغه زیاته کړه، "زه د رسنیو د چاپېریال د مخ په زیاتیدونکي محدودیتونو او د خبریالانو په خپلسري نیولو اندېښمن یم. زه له نړیوالې ټولنې څخه غواړم چې د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي."

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، چې افغان خبریالان له ډېرو ګواښونو سره سره د هېواد خلکو ته د کره معلوماتو په رسولو کې پوره هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان له واک ته رسېدو وروسته پر رسنيو ډېر محدوديتونه وضع کړي او په تېرو دوه نيمو کلونو کې يې سلګونه خبريالان ګواښلي، نيولي، شکنجه کړي او زنداني کړي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي