په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر مشره روزا اوتنبایوا وايي، افغان خبریالان له زیاتو خطرونو سره سره د معلوماتو د وړاندې کولو هڅې کوي.
آغلې اوتنبایوا د جمعې په ورځ د ثور په ۱۴ مه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د معلوماتو د وړاندې کولو په برخه کې د خبریالانو د هڅو ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړه، د دوی کار د یوه باخبره، پرمختللي او هوسا ملت لپاره اړین دی او د پوهنې، چاپېریال، روغتیا، اقتصاد او ښې حکومتولۍ په برخو کې د ټولو افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري. درنښت. " هڅول، ملاتړ او ساتنه وشي."
بل خوا د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم ویلي، چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې د محدودیتونو، ځورونو او تهدیدونو له امله له دندې ګوښه کېدو ته اړې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان له واک ته رسېدو وروسته پر رسنيو ډېر محدوديتونه وضع کړي او په تېرو دوه نيمو کلونو کې يې سلګونه خبريالان ګواښلي، نيولي، شکنجه کړي او زنداني کړي دي.
جمهورخبري آژانس