۰

نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

چهارشنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۱
نړیوال بانک اعلان کړی چې له اقتصادي بحران سره د مبارزې او د ژوندانه د پروژو د پلي کولو لپاره یې له افغانستان سره ۸۴ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه
نړیوال بانک اعلان کړی چې له اقتصادي بحران سره د مبارزې او د ژوندانه د پروژو د پلي کولو لپاره یې له افغانستان سره ۸۴ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

دغه بانک تېره شپه د غوايي په ١١مه، اعلان وکړ، چې د دې مرستو ٧٠ ميليونه ډالره به د افغانستان د وجهي صندوق او د نړيوالې پراختيايي ټولنې له لارې په افغانستان کې د معيشتي پروژو د پلي کولو لپاره ولګول شي.

د نړیوال بانک د افغانستان د څانګې مشرې میلندا ګوډ وویل، نړیوالې پراختیايي ټولنې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د کارموندنې په برخو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو لپاره د دې پیسو د لګولو لپاره ځانګړی او اغېزمن چوکاټ چمتو کړی دی.

هغه زياته کړه، چې په دې مالي مرسته به د افغانستان په شپږو ولسواليو او ٢٦ ولايتونو کې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.

د هغه په ​​وينا، "د نوي تمويل سره، دا پروژه به په کليو او ښاري سيمو کې خپل فعاليتونه نور هم زيات کړي، د ښځو لپاره به د ژوند زمينه برابره کړي، او افغان راستنېدونکو ته به د کار او خدماتو زمينه برابره کړي."

د نړیوال بانک په اعلامیه کې راغلي چې دا پروژه په ۲۰۲۲ کال کې د نړیوال بانک د ۲۶۵ میلیونه ډالرو په مرسته د افغانستان په کلیو او ښاري سیمو کې پیل شوه.

ویل کیږي چې د دې پروژې له لارې به څه باندې ۷۷۶ زره افغان کورنیو ته لنډ مهاله کار پیدا کړي.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې د دغې پروژې له لارې په افغانستان کې د ښځو په ګډون ۹۲۲۰۰ زیانمنې شوې کورنۍ نغدي او غیرې نغدي مرستې ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک د طالبانو تر واکمنۍ وروسته خپلې ټولې پروژې بندې کړې وې. خو په دې وروستیو کې ځینې یې بیا پیل شوي دي.
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي